د ترکيې نه د ملاتړ ښودلو لپاره د قطر پخوانی امیر ترکيې ته راغی

خرید بک لینک
د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني پلار او پخواني امیر حمد بن خلیفه الثاني تیره روځ ترکیې ته راغی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د قطر د شیخ تمیم بن حمد الثاني د پلار شیخ حمد بن خلیفه الثاني سره ولیدل. د ولسمشرۍ د ماڼۍ د معلوماتو له مخې د قطر د امیر پلار په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته د ترکیې د حکومت نه د ملاتړ په موخه ترکیې ته راغلی دی. د قطر د امیر پلار او پخواني امیر په لیدنه کې د جولای د ۱۵ مې د ناکامې کودتا په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په خاطر ولسمشر اردوغان او ترک ملت ته تسلیت او ډاډګیرنه وړانډې کړه او د ترک ملت نه يي قوي ملاتړ اعلان کړ. هغه وویل چې قطر تل د ترکيې ترڅنګ ولاړ دی او ملاتړ ترینه کوي. دواړه هیوادونه په هره برخه کې پوره همکاره دي.
افغان سپوز می...

ما را در سایت افغان سپوز می دنبال می‌کنید

برچسب: نویسنده: بازدید: 35 تاريخ: سه شنبه 23 شهريور 1395 ساعت: 7:02

صفحه بندی